خراسان جاویدان

حضرت علی : هر کس کلمه ای به من بیاموزد مرا بنده خویش می کند×××حضرت عمر:دوستان را بر مبنای تقوا و پرهیزکاری انتخاب کن.

خراسان جاویدان

حضرت علی : هر کس کلمه ای به من بیاموزد مرا بنده خویش می کند×××حضرت عمر:دوستان را بر مبنای تقوا و پرهیزکاری انتخاب کن.

علی بن ابی طالب

نوم یې علی کنیت یې ابو الحسن او ابو التراب وو,حیدر (زمرى) یې لقب وو, دپلار نوم یې ابو طالب 13او دمور نوم یې فاطمه وو , دنسب پوره لړۍ یې داده : علی بن ابی طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصى بن کلاب بن مره بن کعب بن لوئ . څنګه چې دابو طالب واده دخپلې کا کا له لور سره شوى وو ځکه نو حضرت علی رضی الله عنه دمور او پلار دواړو له لورې هاشمی او د رسول الله صلى الله علیه وسلم سکه د کاکا زوی کیږی . دهاشموکورنۍ ته چې په عربو او قریشو کې کوم عزت حاصل وو د هغې بیان ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږی , د کعبې شریفې چوپړ هم د همدې کورنۍ ځانګړتیا وه , دهمدې ځانګړتیا له کبله هغوی ته په ټولو عربو باندې دمذهبی مشرۍ کولو شرف حاصل وو . د حضرت علی رضی الله عنه پلار ابو طالب دمکې له لویانو څخه وو او رسول الله صلى الله علیه وسلم د همده دشفقت په غیږکې رالوی شو , او له بعثت څخه وروسته یې دابو طالب تر څارنې لاندې دمکې په کوڅو کې دحق بلنه پیل کړه , د کفارو له لورې د رسول الله صلى الله علیه وسلم ترڅنګ ابو طالب ته هم ډول ډول تکلیفونه ورسیدل ، دساری په توګه له هغه سره یې هر ډول راکړه ورکړه ودروله ,په خوښۍ ,غم ,خوراک او څښاک کې یې ګډون ورسره پریښود,لنډه داچې له هیڅ ډول ربړ و ورسولو نه یې ډډه نه کوله . درسول الله صلى الله علیه وسلم ډیره تلوسه وه چې دابو طالب زړه دایمان په رڼا روښانه کړی او هغه ته درسول الله صلى الله علیه وسلم دحمایې او څارنې په بدل کې جنت الفردوس ورکړل شی, همدالامل ووچې دمړینې په مهال په وار وار رسول الله صلى الله علیه وسلم ابو طالب ته دکلمې ویلو بلنه ورکوله . خو ابو طالب رسول الله صلى الله علیه وسلم ته په ځواب کې وویل چې : پتمنه وراره :که له ما سره دقریشو دپیغور راکولو ویره نه وای نو ما به په ډیره خوښۍ سره ستا بلنه په ځان منلې وه .سیرت ابن هشام ۱ ټوک ۲۲۸ مخ .

که څه هم په سیرت ابن هشام کې دحضرت عباس رضی الله عنه دا روایت هم راوړل شوى چې په هغه کې حضرت عباس رضی الله عنه ویلی چې دزنکدن په مهال دابو طالب په ژبه دحق کلمه جاری وه لیکن دا روایت خورا کمزورى دى . که څه هم په ښکاره ډول باندې دابو طالب داسلام منلو کوم روایت نه لیدل کیږی ,مګر بیا هم درسول الله صلى الله علیه وسلم دپالنې , حمایت او درسول الله صلى الله علیه وسلم له امله دکفارو ټولو ربړونو ته دسینې ورکولو له کبله نن هم دابو طالب نوم له هغه څخه ددې څه په بدله کې دمننې په توګه د اسلامی تاریخپاڼو په زرینو کرښو کې لیکل کیږی . دحضرت علی رضی الله عنه مور حضرت فاطمې رضی الله عنها هم دبی بی آمنې ددې سپیڅلی یتیم پالنه په ډیره مینه سره کړیوه .دمستندو روایاتو له مخې حضرت فاطمه رضی الله عنها مسلمانه شوه اودهجرت په آړکې مدینې منورې ته ولاړه او هملته په حق ورسیده .انا لله وانا الیه راجعون . دمړینې په مهال رسول الله صلى الله علیه وسلم هغې ته خپل کمیس دکفن په توګه ورواغوست ,او دهغې په قبر کې پریووت او پدې څه کولو سره یې دهغې قبر متبرک وګرځاوه .کله چې خلکو له رسول الله صلى الله علیه وسلم څخه ددې مهربانی کولو لامل وپوښت نو رسول الله صلى الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې له ابو طالبه وروسته زه ددې میرمنې د ډیرو احسانونواو نیکیومنونکى او له امله یې له هغې څخه مننه کوم .اسدالغابه ۵ ټوک ۵۱۷ مخ .

حضرت علی رضی الله عنه درسول الله صلى الله علیه وسلم له بعثت څخه لس کاله دمخه وزیږید,له زیږیدو سره سم وروسته حضرت علی رضی الله عنه درسول الله صلى الله علیه وسلم تر ځانګړې څارنې لاندې وو , ځکه خو هم حضرت علی رضی الله عنه له ډیر وړوکوالی څخه درسول الله صلى الله علیه وسلم په مجلسونو کې کیناستلو اودرسول الله صلى الله علیه وسلم ویناوې به یې دزړه په غوږونو اوریدلې .زرقانی ۱ ټوک ۲۸۰ مخ .

لکه څنګه چې مو وویل حضرت علی رضی الله عنه دلسو کالو وو چې رسول الله صلى الله علیه وسلم دالله تعالى له لورې دنبوة په لوی مقام وټاکل شو ,څنګه چې حضرت علی رضی الله عنه له رسول الله صلى الله علیه وسلم سره یو ځای اوسیده ځکه یې نو داسلام دمذهبی تګلارو ننداره له ډیره نژدې نه کړې وه . یوه ورځ حضرت علی رضی الله عنه رسول الله صلى الله علیه وسلم او حضرت خدیجة الکبرى رضی الله عنها په عبادت باندې بوخت ولیدل ,ددې تاثیرکوونکی نندارې په لیدو سره یې په ډیر ماشومانه استعجاب سره وپوښتل چې تاسې دواړو څه کول ؟ رسول الله صلى الله علیه وسلم ورته دنبوة دلوی مقام دترلاسه کولو خبر ورکړ او دکفر اوشرک بدی یې ورته بیان , او توحید ته دراتلو بلنه یې ورکړه . څنګه چې حضرت علی رضی الله عنه له داسی خبرو سره نااشنا وو ځکه یې نو رسول الله صلى الله علیه وسلم ته په ځواب کې وویل چې زه به پدې اړه له خپل پلار ابو طالب څخه وپوښتم , خو رسول الله صلى الله علیه وسلم نه غوښتل چې وحدانیت ته درابللو داخبره دې په ناڅاپی توګه په لومړی ځل عام ډګرته ووځی ځکه یې نو حضرت علی رضی الله عنه ته وفرمایل چې :ته پخپله پدې خبر ه فکر وکړه چاته دویلو اړتیا یې نه لیدل کیږی . درسول الله صلى الله علیه وسلم په مجالسو کې دګډون له کبله دحضرت علی رضی الله عنه فطرت ډیر پاک وواودتوحید په اړه فکر کولو کې دخدای جل جلاله توفیق ورسره مل شو هماغه وو چې ډیر ژر دنبوة په دربار کې حاضر شو او داسلام په سپیڅلی دین یې ایمان راوړ,او توحید ته دخلکو رابلل یې خپله دینی کړنلاره وبلله .او پدې ډول یې په ماشومانو کې تر ټولو دلومړی ایمان راوړونکی ماشوم ځانګړتیا تر لاسه کړه .

منبع ته:ویکیپېډیا